د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو آمر، د اختصاصي محکمې رئيس او قضائي غړو، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د امنیتي قطعې قوماندانانو په ګډون، په ۲۲ /۷ /۱۴۴۷هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مفتي دوست محمد (سعید) د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وویل، د ژمي موسم په را رسېدو سره یخني زیاته شوې، نو د مراجعینو کار باید ونه ځنډول شي، له مراجعینو سره په ښه اخلاقو او نرمۍ چلند وشي.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې رئيس ګډونوالو ته د مخزن ساتلو، حقوقي بندیانو، عريضو، جزائي اصولنامې د تطبيق او حاضرۍ په اړه لازمې او اړينې لارښوونې وکړې.
د غونډې په وروستیو کې ټولو قضائي غړو او اداري کارکوونکو خپلې ستونزې شریکې کړې او وویل، موږ اوس د خلکو او ولس د ستونزو حل په موخه راټول شوي یو، باید داسې خدمات وړاندې کړو چې ولس مو راضي شي، حق حقدار ته ورسېږي او د ظالم د ظلم مخنيوی وشي.
غونډه د اختصاصي محکمې رئیس مولوي امان الله لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی