په غزني ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن یکشنبې ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د ګیلان ولسیوالۍ ابتدائیه محکمې دغه متهم پر يو کال تنفيذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و، چې متهم هم د محکمې پر دې پرېکړه قناعت درلود.
د یادونې وړ ده، چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر متهم تطبيق شوه.
