د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۴
د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو په ګډون، د يو شمېر موضوعاتو او د مرافعه طلبۍ د نوې مودې په اساس د دوسیو د حل او فصل د لا ښه افهام او پوهاوي په موخه، په ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې ټولو ګډونوالو د ټاکلو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.
 ورپسې د مرافعه محکمې رئیس لخوا دوسيو ته په خپل وخت رسېدنې، ټولو قضاتو ته د شريعت او اصولو په رڼا کې لارښوونې او یادو لارښوونو په عملي کولو ټينګار وشو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۴۸
Background image

د هرات ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د رؤیت هلال هيئت د غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي علي گل (حمیدي) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د نظامي محکمې، امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو د اورېدو، د علماوو شورا، حج او اوقافو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبيدالله (خالد) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس الحاج مولوي محمد رحيم (نعماني)، قاضي صاحبانو، قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۹
Background image

د کونړ ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس د دغه ولایت له توقیف‌خونو څخه لیدنه وکړه

د کونړ ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي ظاهرالله (مروان)، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان رئیس مفتي عزت الله (جواد) او د دې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس، مولوي محیب‌ الله. . .

بیا په خبرونو کی