د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو ترمنځ اداري غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۹
د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو ترمنځ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئيس محترم مولوي محمد یونس (خالص) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو او تحريراتو عمومي مدیر په ګډون، په 23 /11 /1447هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د اجنډا سره سم پر لاندې لارښوونو او هداياتو بحث او خبرې وکړې:
۱ـ هڅه به کوو چې د اصولو مراعات او پابندي وکړو، خپلې دندې ته پر وخت راشو، د رسمياتو په وخت کې بايد خپلې دندې ته ژمن پاتې شو؛ ځکه دا مو ديني وجیبه او مسؤوليت دی او د مشرانو هدايات هم همداسې دي.
۲ـ هڅه به کوو چې وخت پر وخت د حنفي مذهب د کتابونو ترڅنګ د محاکمو اصولنامه، د سترې محکمې متحدالمآلونه، استهداګانې او د عالي اداري مکتوبونه مطالعه کړو؛ ځکه بيا به د محاکماتي جريان په وخت کې راته سهولت وي او هم به مو فيصلې اصولي او د نقض څخه خلاصې وي.
۳ـ د هر دېوان رئيس بايد وخت پر وخت د خپل  ریاست د دوسيو اندراج وګوري؛ ترڅو خدای مه کړه کومه دوسيه زموږ د غفلت له وجې پاتې شوې نه وي، بيا په ځانګړې توګه هغه دوسیې چي بندي ولري.
۴ـ په کارونو کې به مشوره سره کوو؛ تر څو داسې فیصلې صادرې کړو چې قضائي تحريري او د افتاء برخه يې ټولې بشپړ وي، ځکه چې نقض نشې او دا کار د دوسيو په کموالي کې مهم رول لري.
غونډه د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۱۲
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي: 
۱ـ د مراجعينو (۳۳۳۰) عريضې یاد ریاست ته راغلې؛ د عالي مقام څخه له هدایت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۳:۵۶
Background image

د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د لوګر، پروان، هلمند، پنجشېر، سمنګان او کابل ولایتونو مرافعه محاکمو په ګډون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۳۶
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۵۱۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶ /۱ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۱ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۱۶) دوسيو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی