د (۱۵) عراده موټرو د تدارک په اړه د سترې محکمې خبرتیا!
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د سترې محکمې د اړوند محاکمو لپاره د (۱۵) عرادې (۳هایلکس او ۱۲فلډر) موټرو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي؛ د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې تر لاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او عقودو قانون په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۲ /۴ /۱۴۰۵هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰ بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري ریاست اړوند تدارکاتو آمریت ته وسپارئ؛ تر یادې نېټې وروسته او د انټرنیټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین په بانکي ډول درې سوه او پنځوس زره ( ۳۵۰۰۰۰) افغانۍ دی.
د آفرونو پرانیسته په ۲ /۴ /۱۴۰۵هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې په ستره محکمه کې ترسره کېږي.
یادونه: د آفرونو د پرانيستې څخه تر مخ ناسته په ۲۶ /۳ /۱۴۰۵هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کېږي.
