د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۹۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۹:۳۹
د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۹۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر   ۱۵ / ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۹۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۷) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.

په حقوقي برخه کې:

د زابل ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۸۷) حقوقي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۲۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۴) دوسیې فیصله شوې، (۱) دوسیه مکتوبي مسترده شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

د زابل ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۴۱) جزائي دوسیې راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۲۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۰) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

د وثيقو په برخه کې:

د زابل ولایت محاکمو په دوو اونیو کې (۴۷) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۳
Background image

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې له خوا د حقوقو آمر او مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي)؛ له‌خوا په ۲۸/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه، د مرافعه محکمې او ټولو ابتدائيه محاکمو د حقوقو مدیرانو لپاره یو ورځنی علمي او. . .

بیا په خبرونو کی