د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۵۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۳۹
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۵۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۲) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۱۸) وثيقې يې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۷۳) حقوقي دوسيې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۶) دوسیې فیصله شوې، (۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۷۷) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱۵) دوسیې فیصله شوې، (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۳۳) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷) دوسیې فیصله شوې، (۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۱۸) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی