د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس کاپیسا او پنجشېر ولایتونو ته سفر وکړ

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۱
د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس کاپیسا او پنجشېر ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر د میاشتې په ۵مه نېټه د لومړي زون اړوند کاپیسا او پنجشېر ولایتونو ته د رسمي سفر پر مهال، د یادو ولایتونو د ملکي محاکمو له رئیسانو او د یادو محاکمو د امنیتي قطعاتو له مسؤولینو او منسوبینو سره په لیدنو کې د امنیتي قطعاتو د چارو د لا بهبود په موخه تفصیلي بحث او خبرې وکړې.
همدارنګه، نوموړي د ملکي محاکمو د قطعاتو له چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه او اړوندو مسؤولینو او مجاهدینو ته یې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) او د ریاست الوزراء عالي مقام د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو پر عملي کولو، د امیر د اطاعت، د جماعت لمانځه پر پابندۍ، د نبوي سنتو سره سم د صورت او سیرت پر برابرولو، د اتحاد او یووالي پر ټینګښت، د دندو د مسؤولانه ترسره کولو، له علماء کرامو سره پر دوامدارې همغږۍ او مشورې، په رسمي وختونو کې د نظامي رسمي لباس پر اغوستلو او له مراجعینو سره د ښه چلند په اړه لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
نوموړي وویل، موږ او تاسو د محاکمو او علماء کرامو د امنیت ساتنې او حفاظت مسؤولیت لرو؛ نو لازمه ده چې دغه سپېڅلی امانت په بشپړ اخلاص، ژمنتیا او ښه ډول ترسره کړو.
هغه مجاهدینو ته په خطاب وویل، چې د اسلامي احکامو مطابق له یو بل سره د وروڼو په څېر چلند وکړئ او له سمت‌پالنې، ژبني تعصب او قوم‌پرستۍ څخه ځانونه وساتئ.
 د سترې محکمي د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس وویل، دا نظام د الله تعالی په ځانګړي نصرت او د مجاهدینو په بې‌دریغه قربانیو جوړ شوی دی، پر موږ او تاسو لازمه ده، چې د نظام د لا مستحکم کېدلو لپاره د مسؤولیت احساس پیاوړی کړو، د خپلو دندو په ترسره کولو کې لا زیات اخلاص، جدیت او هڅه وکړو او د تېر په څېر د اسلامي نظام د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو شو.
د یادونې وړ ده، چې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس او ورسره مل هیئت به د لومړي زون اړوند پاتې ولایتونو ته هم سفر وکړي، هلته به د محاکمو له مسؤولینو سره د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو د چارو د لا بهبود په موخه پر هر اړخیزو خبرو سربېره د امنیتي او اجرائیوي  قطعاتو چارې له نږدې وګوري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د زابل ولايت دايچوپان ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولايت دايچوپان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د رئيس مولوي حضرت محمد په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو، د سيمې علماوو او مصلحينو په منځګړيتوب،  په ۲۸/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۱۳۶۴) دوسیو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (له ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۳۶۴) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئیات یې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د روزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولینو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، په ۷/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده. . .

بیا په خبرونو کی