د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۹۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۵۲) وثیقې هم اجرا کړې دي
د کونړ ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۹۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۵۲) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
په حقوقي برخه کې د (۹۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۱) دوسیې فیصله شوې او (۲۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي.
په جزائي برخه کې:
په جزائي برخه کې د (۲۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۵) دوسیې فیصله شوې او (۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي.
د وثيقو برخه کې:
د کونړ ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۲) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
