د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۴
د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ قضائي مدققینو د شاهدانو د تزکیې طرزالعمل کتاب د قوانینو په چوکاټ کې ترتیب او نهایي کړ او د وروستيو اجراآتو په موخه د سترې محکمې عالي مقام ته ولېږل شو.
۲ـ قضائي مدققینو د سترې محکمې له کتابتون څخه د استفادې د طرزالعمل کتاب پنځوس سلنه کار ترسره کړی دی.
۳ـ قضائي مدققینو د سترې محکمې د اداري غونډو د تنظیم د طرزالعمل کتاب پنځوس سلنه نهايي کړی دی.
۴ـ قضائي مدققینو د قضاتو د رسمي لباس لایحه پنځوس سلنه نهايي کړې او په راتلونکې ربعه کې به نهايي شي.
۵ـ د عدلیې وزارت د مسلکي معینیت د مدني قوانینو ریاست د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) د (۹)مې ګڼې فرمان، ۲۸ /۳ /۱۴۴۴هـ ق نېټه مطابق د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست د حقوقي او قضائي مطالعاتو ریاست د طرزالعمل د فقهي تخریج غوښتنه کړې وه، د ذکر شوې غوښتنې په اساس قضائي مدققینو د یاد طرزالعمل تخریج وکړ او د مشرتابه محترم عالي مقام ته د لېږلو په موخه د سترې محکمې عالي مقام د دفتر له لوی ریاست سره شريک شو.
۶ـ د مخزن طرزالعمل د شرعي اصولو او تقنیني سندونو په رڼا کې ترتیب او نهايي شو او د مشرتابه محترم عالي مقام ته د لېږلو په موخه د سترې محکمې عالي مقام د دفتر لوی ریاست ته ولېږل شو.
۷ـ د قضائي تدقیق ریاست د (۲۷۰) جزائي، مدني، تجارتي، د وثایقو اړوند، د متفرقه استهداآتو، د قضائي پلټنې عمومي ریاست،د عارضینو د عرایضو، مکتوبي او مستردي استهداآتي موضوعاتو په تړاو تدقیقي نظرونه وړاندې کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبيدالله (خالد) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس الحاج مولوي محمد رحيم (نعماني)، قاضي صاحبانو، قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۹
Background image

د کونړ ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس د دغه ولایت له توقیف‌خونو څخه لیدنه وکړه

د کونړ ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي ظاهرالله (مروان)، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان رئیس مفتي عزت الله (جواد) او د دې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس، مولوي محیب‌ الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۰
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ د رؤیت هلال هیئت غونډه وشوه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس، شیخ سخي الرحمن (فایز)، په مشرۍ د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الآخر میاشتې په ۲۴مه نېټه د رؤیت هلال هیئت د غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې د. . .

بیا په خبرونو کی