د زابل ولایت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د میزانې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه
د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شيخ غلام حضرت ابو المنذر (زاهدي) په مشرۍ يوه هيئت، چې د مرافعه محکمې د عامه امنیت دېوان رئيس مفتي محمد هارون (خطاب)، د مرافعه محکمې اجرائیه مدیر ملا عنایت الله (ساجد) یې غړیتوب درلود، په ۱۸/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د میزانې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه.
ياد هيئت د ابتدائیه محکمې له قضائي او اداري چارو څخه ليدنه وکړه، قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته د خلکو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې په موخه د مرافعه محکمې رئيس لهخوا لازمې لارښوونې وشوې.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس د ابتدائیه محکمې قضائي غړو ته هدایت وکړ، چې د حقوقو عمومي مدیریت سره په همغږۍ د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړئ.
د ليدنې په وروستيو کې د ابتدائیه محکمې صادرې شوې فیصلې او قرارونه وکتل شول، د کارکوونکو له حاضرۍ څخه لیدنه وشوه او د کار پر شفافیت، اصولو او دقت باندې ټينګار وشو، ترڅو خلک له بېځایه سرګردانۍ څخه خلاص شي.
