د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه
د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او عدلیې ریاستونو له رئیسانو او د قضایای امارت له آمر سره د یو شمېر موضوعاتو د حل په موخه، په ۱۷/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د مرافعه محکمې رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه زیاته يې کړه، چې باید د خلکو دوسیو ته ژر تر ژره رسېدنه وشي، ترڅو د خلکو کارونه د ځنډ او خنډ سره مخ نشي او یاده پروسه په دیانت، امانتدارۍ او په شفافیت ترسره شي.
نوموړي وویل، د سترې محکمې عالي مقام د متحدالمآلونو په اساس باید دوسیې په خپل وخت موږ ته راولېږل شي، تر څو جریان پیدا کړي او د حل او فصل لاره ومومي.
د غونډې په دوام د عدلیې رئیس وویل، موږ ډاډ درکوو، چې دغه ټولو کارونو ته به ژر تر ژره او په شفاف ډول رسېدنه کېږي او ټول کارونه به په همغږۍ ترسره کېږي، تر څو خلک متضرر نشي او د خلکو کارونه ژر تر ژره حل او فصل شي.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
