د زابل ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه
د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس مفتي موسی کلیم (برهاني) په مشرۍ؛ د ياد رياست ټولو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۳ / ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه او ورپسې د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د غونډې په دوام د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د فیصلو او قرارونو، د اندراج، بندیانو او د سترې محکمې عالي مقام د متحدالمآلونو، قوانينو او مکتوبونو په اړه ګډونوالو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
