د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د نورستان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه
د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یو مؤظف پلاوي د محترم مولوي عبدالله (ذکي) په مشرۍ؛ چې مولوي عبدالولي (مصباح) او مولوي مطیع الحق (اصف) يې غړيتوب درلود، د روان ۱۴۴۸ هـ ق کال د ربيع الأول میاشتې په ۲۰مه نېټه نورستان ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
د ليدنې په پیل کې یاد هيئت د مرافعه محکمې له رئيس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د نورستان ولایت له مرکزي زندان او توقیف خونې څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس او توقیف خونې اړوند نارینهوو او ښځینهوو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او اړتیاوې يې له ځان سره یادداشت او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
هيئت د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت (۹) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیريتونو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، د اسنادو، مخزن، وثایقو او حقوقو آمریتونو څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
نوموړي هیئت د پلټنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هراړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات یې واخېستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز یاد هيئت د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او نېمګړتیاوې له ځان سره یادداشت او په پای کې یې د ستونزو د حل، د خنډونو له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د نورستان ولایت د مرافعه محکمې له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او اړوند ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
د پلټنې هيئت د خپل سفر په جریان کې د یاد ولایت د والي له مرستيال، د ولسوالیو له ولسوالانو او د نورو ارګانونو له مسئولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
د پلټنې هیئت یاد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۸ هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې په ۶مه نېټه پای ته ورسېد.
