د کونړ ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۷
د کونړ ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو د رئیسانو او د یاد ولایت د (۱۵) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د رئیسانو په ګډون، په ۲۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
یاده ناسته د مرافعه محکمې د وثایقو آمریت د سرپرست مولوي محمد طیب (مصطفی) له لوري د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي عبدالکریم (شعيب) د غونډې ګډونوالو ته تفصیلي وینا وکړه وویل، د اداري جلسې پریکړې، چې د اصولو په رڼا کې وي، الزامي بڼه لري.
نوموړي د ناستې حاضرینو ته هدایت وکړ، چې د تېر په څېر خپلې قضائي او اداري چارې د اسلامي شریعت او اسلامي امارت د محاکمو د اصولو په رڼا کې په ټاکلي وخت ترسره کوئ.
دغه راز د مرافعه محکمې رئیس په لاندې مواردو ټینګار وکړ: 
1.    که دوو لوریو خپله ‎موضوع (قضیه) کې صلحه کړې وي؛ محکمه هغه وخت کولی شي یاده صلحه تائید کړي، چې د حنفي فقهې له اصولو سره سمه وي او په هغې کې د حلال شي حرامول یا د حرام شي حلالول نه وي. همدارنګه باید د اداري اصولنامې د ۹۳مې مادې حکم هم په پام کې ونیول شي؛ له همدې امله، هغه صلحې، چې موضوع او شرایط یې مبهم او نامعلوم وي، باید محکمه یې تأیید نه کړي.
2.    قاضي صاحب دې د عین په دعوی کې د ذوالیدۍ اړوند پوره تحقیق کوي.
3.    دا چې فیصله یوه معتبره وثیقه ده؛ نو ځکه باید په پوره احتیاط ولیکل شي.
4.    د وثایقو په لیکلو کې باید پوره احتیاط وشي، تر څو حیله‌ګران ترې ناسمه استفاده ونکړي.
5.    که د ضرورت له مخې هیئتي اړینه وبلل شوه، قاضي صاحب باید سیمې ته سفر وکړي.
6.    د ربعې له پیل شل ورځې مخکې خپل ضرورتونه له مرافعه محکمې سره شریک کړئ؛ تر څو د اړتیا وړ توکي او لوازم واخېستل شي.
د غونډې ګډونوالو یاد موارد تائید او په اړه یې خپل نظرونه شریک کړل.
غونډه د مرافعه محکمې د مدني دېوان د رئیس مولوی عبدالرشید (مرشد) له‌خوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۰
Background image

د سترې محکمې قضائي مرستيال د یوه پلاوي په مشرۍ د لوګر ولایت د مرافعه او ابتدائیه محاکمو له چارو څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د قضائي مرستيال محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) صاحب، د کارکوونکو چارو عمومي رئیس مولوي سیف الله (آغا) او د استخدام او سوانحو رئیس مفتي عبدالوارث (سعید) په ملتیا، د يکشنبې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۷
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو د رئیسانو او د یاد ولایت د (۱۵) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د رئیسانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۰:۵۹
Background image

هيئت مؤظف محکمه مرافعه ولایت لوگر از نظارت‌خانه قوماندانی امنیه و ریاست استخبارات آن ولایت بازدید نمود

هيئت مؤظف محکمه مرافعه ولایت لوگر تحت ریاست مفتی امان الله منقاد (حقانی) رئیس محکمه ابتدائیه شهری، با همراهی مفتی حفيظ الله (ناصح) رئيس ديوان جزاء و مولوی عبدالمقدس (مبشر) رئيس ديوان. . .

بیا په خبرونو کی