د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۹۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۱:۴۲
د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۹۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د فراه ولايت د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې، وثايقو او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه تر ۱/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۲۹۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۰) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د فراه ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۹۰) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۶۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۷) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د فراه ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۱۵۶) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱۳) دوسیې فیصله شوې، (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۸۰) بېلا، بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې رئيس زابل ولايت ته سفر وکړ

د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمدګل (صياد)، په ۱۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه زابل ولايت ته سفر وکړ.
محترم مولوي صیاد د دغه سفر پر مهال د یاد ولايت له نظامي محکمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۷) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۷) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (تابلیت کا، ذیکپ)، شیشې او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو،. . .

بیا په خبرونو کی