په ننګرهار ولايت کې درېيو کسانو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۴:۳
په ننګرهار ولايت کې درېيو کسانو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون درېيو کسانو ته په ۱۴۴۶/۷/۲۶هـ ق نېټه، د نامشروع اړيکو په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د یادې محکمې رئیس محترم مفتي لطیف الله (ستانکزي)، د محکمې مفتي، کارکوونکو، د یادې ولسوالۍ مرستيال، امنیه قوماندان، د استخباراتو مدیر، د امر بالمعروف آمر، د اړوند ولسوالۍ کارکوونکو او مراجعینو ګډون درلود.
ابتدائيه محکمې ياد مجرمين په ۳۹-۳۹ دُرو تعزيري سزا محکوم کړي وو؛ چې ياده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی