د پکتيا ولايت د درېيو ولسواليو د ابتدائيه محاکمو لپاره نوي رئيسان معرفي شول
د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې عمومي رياست مسؤولينو لخوا په ۱۳/ ۳/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د يوې غونډه په ترڅ کې د ياد ولايت د احمد خېلو، ميرزکه او سید کرم ولسواليو د ابتدائيه محاکمو لپاره نوي رئيسان معرفي شول.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د ولسواليو ولسوالانو، امنيه قوماندانانو، اداري مسؤولينو، سپين ږيرو او مشرانو ګډون درلود.
د غونډې په پيل کې د مسؤولينو لخوا تازه معرفي شوو رئيسانو ته ښه راغلاست وويل شو، په امارتي ادارو کې تغير او تبديل يې يو اصل یاد کړ او نويو رئيسانو ته يې په چارو کې د برياليتوب دعاء وکړه.
د غونډې په وروستيو کې نويو رئيسانو خبرې وکړې وويل، ژمنه کوو چې خپلې چارې به د اسلامي شريعت مطابق مخکې وړو او په چارو به کې هېڅ ډول غفلت نه کوو.
غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.
