د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۲۳
د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مفتي عبيدالله (خالد) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئيسانو، د امنيه قوماندانۍ مرستيال، د استخباراتو ریاست مرستیال، د زندانونو چارو د سمون رئيس او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير،  په ګډون په ۱۳/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یو شمېر موضوعاتو په اړه غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې عمومي رئیس د غوڼدې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه زیاته یې کړه، د امنيه قوماندانۍ او د استخباراتو مسؤولین بايد له محبوسينو سره ښه چلند وکړي، له متهمینو سره باید د تحقیقاتو پر مهال اصولي چلند وکړي، که کوم شخص مجرم ثابت شي، باید ژر تر ژره دوسیه ورته جوړه او محکمې ته وسپارل شي، که کوم شخص مجرم ثابت نشي، بايد د محکمې له لارې آزاد شي.
د غونډې په دوام ګډونوالو ډاډ ورکړ، چې موږ به د بنديانو په موضوع کې خپله ټوله هڅه کوو او له بلې موضوع به دې ته لومړیتوب ورکوو، ترڅو بندیان بې موجبه متضرر نشي او ټول موضوعات په شفاف ډول ترسره شي.
غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې عامه امنیت دېوان د رئیس په دعاء ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

 د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو، د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، په ۲۱/۱/۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل یوه موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۰
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د پچیراګام، سرخرود او بهسودو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې په ۱۵مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه د دغه ولايت د پچیراګام،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څرخ او خروار ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۰/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت د. . .

بیا په خبرونو کی