د کابل ولايت د استالف ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې لخوا د حقوقو مدیريت کارکوونکو او عريضه ليکونکو ته سيمينار جوړ شو

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۱:۲۶
د کابل ولايت د استالف ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې لخوا د حقوقو مدیريت کارکوونکو او عريضه ليکونکو ته سيمينار جوړ شو

د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د رئیس مولوي عبدالغفور (امین) په مشرۍ د یادې ولسوالۍ د حقوقو مدیریت کارکوونکو او عریضه لیکوونکو ته په ۷/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د معیاري عریضو لیکلو په موخه یو ورځنی سيمينار جوړ شو.

سیمینار د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شو؛ ورپسې د یادې محکمې محترم رئیس لخوا د مراجعينو د ستونزو د حل په موخه عریضه لیکونکو ته د عریضې د لیکلو ټول عام او ځانګړي شرطونه تشرېح شول، هدایت ورکړل شو چې له دې وروسته باید ناسمې عریضې ونه لیکي.
دغه راز د یادې محکمې رئیس د حقوقو مدیریت کارکوونکو ته هم هدايت وکړ چې له مراجعینو دې صحیح لیکل شوې عریضې اخلي.
په دغه يو ورځيني سيمينار کې د مسؤولينو لخوا د اسلامي امارت اداري اصولنامې ۳۳مه ماده په واضحه توګه تشرېح شوه او د غونډې ګډونوالو ته وویل شول چې له مراجعینو سره دې ښه چلند کوي او د خلکو د سرګردانۍ څخه دې تر خپل وسه مخنیوی کوي.
د غونډې په وروستيو کې عریضه لیکونکو د یادې محکمې مسؤولينو ته خپلې ستونزې وړاندې کړې او د یادې محکمې د مسؤولينو لخوا ورته د حللارې په ګوته شوې.
د سيمينار موخه د ناسمو عریضو لیکلو له امله د مراجعینو دوسیو ته د رسېدو برخه کې د ځنډ مخنیوی او هېوادوالو ستونزو او دوسيو ته پر خپل وخت رسېدنه وه.
یاد سيمينار د دعا په ویلو پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۳۰
Background image

د خوست، لوګر او بغلان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۱۲۲۷) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د خوست، لوګر او بغلان ولايتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۴/۱ هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۴/۲۹ هـ ق) نېټې پورې (۱۲۲۷) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۱۸
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۴۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۲۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې ( له ۱/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې) پورې (۵۴۳) دوسيو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۱۶
Background image

د هلمند ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۶۳۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۷۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د هلمند ولايت مرافعه، ښاري ابتداٸيه او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې) پورې (۶۳۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۷۸). . .

بیا په خبرونو کی