د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس پروان ولایت ته د سفر پر مهال د (۵) جزائي دوسیو په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې 

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۱:۲۸
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس پروان ولایت ته د سفر پر مهال د (۵) جزائي دوسیو په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې 

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) چې د یاد دېوان مفتي صاحبانو (مفتي عبدالحی شاکر او مفتي فضل الرحمن قاسمي) یې ملتیا کوله، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۱۸مه نېټه د یو شمېر جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو بشپړولو په موخه پروان ولایت ته سفر وکړ.
د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د دغه سفر پر مهال د پروان مرافعه محکمې له رئیس او اړوند نورو محاکمو له قضائي غړو سره وکتل؛ په دې لیدنه کې د (۵) جزائي دوسیو په تړاو د وروستیو څېړنو بشپړولو په موخه تفصیلي خبرې وشوې.
دغه راز محترم مفتي عتیق الله (دروېش) او ورسره مل پلاوي د یادو دوسیو اړوند جانبینو سره په جلا جلا ډول وکتل او له دوی یې د اړوند مواردو په اړه بشپړ تحقیقات وکړل.
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د دغه سفر پر مهال د پروان ولایت د محاکمو قضائي مسؤولینو ته هدایت وکړ چې د مراجعینو دوسیې د شرعي احکامو په رڼا کې په ټاکلي وخت حل او فصل کړي.
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د جزا دېوان رئیس له دې مخکې هم د جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو بشپړولو په موخه د هېواد ډېری ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې رئيس زابل ولايت ته سفر وکړ

د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمدګل (صياد)، په ۱۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه زابل ولايت ته سفر وکړ.
محترم مولوي صیاد د دغه سفر پر مهال د یاد ولايت له نظامي محکمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۷) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۷) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (تابلیت کا، ذیکپ)، شیشې او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو،. . .

بیا په خبرونو کی