د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې ( ۹۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۲) وثیقې هم اجرا کړې دي
د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۶ / ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹ / ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۹۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۲) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۹۲) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۸) دوسیې فیصله شوې، (۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۳۶) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۱) دوسیې فیصله شوې، (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۲) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
