د میدان وردګ، پروان او کاپیسا ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۹۹۶) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۰:۵۸
د میدان وردګ، پروان او کاپیسا ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۹۹۶) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د میدان وردګ، پروان او کاپیسا ولایتونو د حقوق آمریتونو په یوه میاشت کې له (۱۴۴۷/۷/۱ هـ ق څخه تر ۲۹ /۷ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۹۹۶) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د میدان وردګ، پروان او کاپیسا ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۷۵۱) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۳۰۳) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۱۸۵) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۱۳) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۲۵۰) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض پاڼې تر کار لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د میدان وردګ، پروان او کاپیسا ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۲۴۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۶۷) دوسيې تطبيق شوې، (۱۵) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۱۸) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۴۵) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۶
Background image

د اووم زون (بلخ) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د اووم زون (بلخ) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو له رئیس محترم مولوي محمداکبر (فرید) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو رئیس محترم مولوي محمد اکبر (فرید) صاحب، تر ټولو مخکې در څخه مننه کوو، چې له ډېرو مصروفیتونو سره سره مو د اسلامي عدالت خپرونې لپاره موږ ته خپل قېمتي وخت. . .

بیا په خبرونو کی