د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۱۷۷) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۴۶
د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۱۷۷) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې له (۱/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۶/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۱۱۷۷) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
۱- د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزې په دوو اونيو کې (۷۳) نکاح خطونه، (۴۷) قبالې، (۱۲) زوجيت خطونه، او (۹۲) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۲- د سندونو او وثیقو د ثبت دویمه حوزه:
 د سندونو او وثیقو د ثبت دویمې حوزې په دوو اونيو کې (۴۰) نکاح خطونه، (۱۳) قبالې، (۲) زوجیت خطونه او (۱۵۶) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۳- د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۵۰) نکاح خطونه، (۲۴) زوجيت خطونه، (۲۱) قطعې زوجيت خطونه او (۱۲۱) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۴- د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمې حوزې په دوو اونيو کې (۵۰) نکاح خطونه، (۲۹) قبالې، (۶) زوجيت خطونه او (۶۴) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۵- د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمې حوزې په دوو اونيو کې (۷۱) نکاح خطونه، (۱۰) قبالې، (۱۳) زوجیت خطونه او (۸۷) نورې بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي.
۶- د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمې حوزې په دوو اونيو کې (۳۷) نکاح خطونه، (۱۱) قبالې، (۶) زوجيت خطونه او (۴۲) نورې بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس د سندونو او وثیقو د ثبت آمریتونو له کارکوونکو سره وکتل

د کابل ولایت مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس محترم مولوي سعید مختار (کریمي)، د سندونو او وثیقو د ثبت آمریتونو له اداري کارکوونکو سره د کارونو د لا ښه‌والي او مراجعینو ته د اسانتیاوو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د زابل ولایت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د میزانې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شيخ غلام حضرت ابو المنذر (زاهدي) په مشرۍ يوه هيئت، چې د مرافعه محکمې د عامه امنیت دېوان رئيس مفتي محمد هارون (خطاب)، د مرافعه محکمې اجرائیه مدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۳۱
Background image

د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱. د قضاء او ولس (۴) خپرونې، ثبت، جوړې او د سترې محکمې د رسمي. . .

بیا په خبرونو کی