د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۲۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۲۷) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د کندهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې په يوه مياشت کې (۹۳) حقوقي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۴۴) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۴۹) دوسیې فیصله شوې دي.
په جزائي برخه کې:
د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۳۳۴) جزائي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۱۲۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۲۰۷) دوسیې فیصله شوې دي.
