د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات بادغیس ولایت ته سفر وکړ

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۵:۳۸
د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات بادغیس ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې رئيس او قاضي‌القضات محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب د يوه پلاوي په ملتيا په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه، بادغيس ولايت ته سفر وکړ.
محترم شيخ صاحب په دغه سفر کې د مرافعه محکمې او اړوند دېوانونو او نظامي محکمې له رئيسانو، د یاد ولايت له والي الحاج حافظ محمد امین جان (عمري)، مرستیال والي، امنیه قوماندان، د استخباراتو، احکامو او فرامینو، علماوو شورا رئيسانو، د زندانونو چارو آمر او نورو مسؤولینو سره لیدنه وکړه.
قاضي‌القضات شیخ صاحب په دې ليدنه کې له حاضرینو سره د محاکمو د فعالیتونو، حقوقي چارو او قضائي بهیر په اړه په خبرو علاوه د دوی نظرونه او غوښتنې واورېدې.
د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په خپلو خبرو کې وویل، د قضائي نظام پیاوړتیا د اسلامي عدالت د تأمین لپاره حیاتي ارزښت لري، اړونده ادارې دې له محاکمو سره خپله قانوني او شرعي همکاري لا زیاته کړي، تر څو عدالت تأمین او خلکو ته په ټاکلي وخت شفاف خدمات ترسره شي.
دغه راز محترم شيخ صاحب د محاکمو مسؤولينو ته د زندانیانو د حالت د څرنګوالي، د هغوی د وضعیت د پوښتنې او د هېوادوالو دوسيو ته د ژر تر ژره رسېدو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
د غونډې په وروستيو کې د امارتي ادارو مسؤولينو بادغیس ولایت ته د محترم قاضي‌القضات شیخ صاحب سفر ارزښتناک یاد کړ او ډاډ یې ورکړ چې له محاکمو سره به هر اړخیزه همکاري کوي.
د یادونې وړ ده چې بادغیس ولایت ته د سترې محکمې د محترم رئیس او قاضي‌القضات د سفر اصلي موخې د دغه ولایت د محاکمو نظارت او د محاکمو د چارو ارزونه، د محاکمو د اړتیاوو او مسؤولینو د غوښتنو اورېدل او له محاکمو سره د نورو امارتي ادارو د همغږۍ ډېرېدل وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی