د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه
د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج شیخ محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۱۱/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس ګډونوالو ته اصلاحي بیان وکړ او یادو کارکوونکو ته د صورت، سیرت، اخلاقو او لباس اړوند توصیې وکړې.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس د دعوت او ارشاد د درسونو پر تعقیب ټينګار وکړ.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
