د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۲۱) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵۱
د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۲۱) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۲۱) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ، تابلیت کا)، شيشې، هيروينو، ترياکو، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو، په ۲۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له اوو میاشتو څخه تر څلورو کالو او درېيو میاشتو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمینو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د وزارتونو، امارتي ادارو، کمېسیونونو، د ملک (۳۴) ولایتونو محاکمو او نورو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه 

د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په ډېرو هڅو؛ په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د کورنۍ شخړې له امله يو کال مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع؛ حل او فصل شوه.
یاده موضوع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د بلخ، کاپیسا او لغمان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۱۵۸۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ، کاپیسا او لغمان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۱۰/۳۰هـ ق) نېټې پورې (۱۵۸۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

بیا په خبرونو کی