په ميدان وردګ ولايت کې څلورو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۴۰
په ميدان وردګ ولايت کې څلورو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت سيدآباد ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د زنا او لواطت په تور؛ نن دوشنبې (۲۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو، چې متهمینو پر دې پرېکړه قناعت درلود او د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پرې تطبيق شوه.
د تعزیري سزا د تطبیق په موخه جوړه شوې غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د یادې ولسوالۍ ولسوال مولوي سردار احمد (ثابت)، د مرافعه محکمې د عامه امنیت دېوان مفتي مولوي صبغت الله (راشد)، د ابتدائیه محکمې رئیس مولوي عبدالقدیم (حنفي) د اسلامي شريعت د تطبيق، تعزیري سزاګانو د ګټو او د ټولنې د اصلاح په اړه هر اړخيزې ویناوې وکړې.
یاده غونډه پر متهمینو د تعزیري سزا د حکم له تطبيق وروسته د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبدالله (فرقاني) لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۵۷
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونیو کې (۴۰۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۶۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونیو کې له (۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۴۰۱) دوسيو ته رسېدنه کړې او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۸
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۲۰۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۲۰۵) دوسيو ته رسېدنه کړې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون قضائي مرستيال د هلمند ولايت له محاکمو څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېدېځ زون قضائي مرستيال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامي معاونیت قضائي غړي مولوي محمدهاشم (الهام)، مفتي فضل الله (عاصم)، د جنوب لوېديځ زون قضائي تفتیش غړي. . .

بیا په خبرونو کی