د تدارکاتو آمريت خبرتيا

m_admin
د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي، چې د ا.ا.ا ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره د بلو ګلاکسي ساختماني شرکت سره چې د جواز شمیره (D-32872) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز په حاجي یعقوب څلور لارې کې موقعیت لري، د (۱۵۶۵۳۳۰) یو میلیون پنځه سوه پنځه شپته زره او درې سوه دیرش افغانیو په قیمت سره د کابل ولایت د وثایقو محاکمو لپاره د جنګلک په سیمه کې د انتظار خونې د جوړیدو قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې پدې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولاي شي، په لیکلي ډول  د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپریدو له نیټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څیرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده د پورته ذکر شوې نيټې تر پوره کیدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کېږي.

Latest announcements

سبت, أكتوبر 19 2024 10:52 صباحا
Background image

رسالة التعزیة 

{مِنَ المُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللهَ عَلَيْهِ 
فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا}

{وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي . . .

اثنين, نوفمبر 06 2023 10:48 صباحا
Background image

بيان المحكمة العليا في الإمارة الإسلامية بشأن الهجمات الوحشية الجوية والبرية والفظائع التي ترتكبها الاحتلال الصهيوني في فلسطين

 

تعرض المسلمون المظلومون في فلسطين لعقود عديدة الهجمات الوحشية من الاحتلال الصهيوني. وقد استشهد آلاف من الرجال والنساء والأطفال الفلسطينيين، بينما أصيب العديد بإصابات بالغة. وذلك في الوقت الذي . . .

Back to announcements