د فضیلتماب قاضي القضات او د سترې محکمې د رئیس پیغام شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني

 

بسم الله الرحمن الرحیم  

واضح اوښکاره ده چې د قضائیه قوې هدف د قانون حاکمیت دی، چې عدالت ته لاس رسی، بشري حقونو ته درناوی، د فساد او مجازاتو  د مصؤنیت له منځه وړل د قانون د حاکمیت مهم او کلیدي عناصر دي، او د یوه بې طرفه او خپلواک قضائي سیستم د نه موجودیت په صورت کې د قانون حاکمیت آسانه نه دي.

د افغانستان اسلامي امارت قضائیه قوه د یوه خپلواک او بې طرفه ارګان په توګه د خپلې نظریې او ماموریت په اساس په دې وروستیو کلونوکې په قضائي نظام کې مهم اصلاحي پروګرامونه جوړ کړي او د قضائي چارو پر ښه انتظام سربېره خپلو  ګرانو هیوادوالو ته لازم ګټور قضائي خدمات  وړاندې کوي او د قضائي اصلاحاتو، د قانون حاکمیت او د عدالت د تأمین په برخه کې  د پام وړ لاسته راوړنې لري، دغه راز  په مرکز او ولایاتو کې د ابتدائیه، استیناف او شهري محاکمو له لارې خلکو ته پر ټاکلي وخت خدمات وړاندي کوي.

البته  قضائیه قوه  یوازې نشي کولای چې په دې هڅه کې کامیابه شي، بناء  موږ  له ټولو اړوند  مراجعو او کاري ټېم سره په همکارۍ د قانون حاکمیت او د عدالت تامین ته  ادامه ورکوو او  ژمن یو چې خپل مسوولیتونه به په پوره ایماندارۍ او اخلاص ترسره کوو.

په درنښت

شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم "حقاني"