د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د جوزجان او فاریاب ولایتونو له ټولو ولایتي مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۴:۱۴
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د جوزجان او فاریاب ولایتونو له ټولو ولایتي مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه

د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د مفتي عبدالحی (شاکر) په ملتیا د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانیه میاشتې په اوومه او نهمه نېټه د خپلو ولایتي سفرونو په دوام دا ځل د فاریاب او جوزجان ولایتونو د والي صاحبانو په ګډون د ټولو ولایتي ادارو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډې ترسرې کړې.
یادې غونډې د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوې، ورپسې د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) صاحب د غونډو ګډونوالو ته د دې غونډو موخې بیان کړې وویل، موږ د سترې محکمې د محترم رئیس او قاضي القضات په ځانګړي هدایت راغلي یو ترڅو د ولایتي ادارو له مسؤولینو سره په تفاهم یو داسې طرزالعمل جوړ کړو چې له مخې یې د ولایتي ادارو ترمنځ همغږي لا ډېره قوي شي.
د جزا دېوان عمومي رئیس د غونډې ګډونوالو ته وویل، د اسلامي نظام هر مسؤول او فرد د واحد هدف (د اسلامي نظام دوام او د الله تعالی پر ځمکه د الله تعالی د قانون تطبیق) لپاره کار کوي، دې موخې ته د رسېدو لپاره اړینه ده چې ټولې امارتي ادارې او مسؤولین په خپلو منځو کې همغږي او همکاري ولري.
نوموړي زیاته کړه، الله تعالی د افغانستان پر مظلوم ملت ځانګړی رحم وکړ او د اسلامي نظام پر نعمت یې ونازول، دغه نظام د مجاهدینو او افغان ولس په ډېرو قربانیو حاکم شوی دی؛ اوس چې الله تعالی موږ ته د خدمت فرصت راکړی نو باید د خپلو هیوادوالو د خدمت په برخه کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړو، له ولس سره ښه چلند وکړو، د خلکو مشکلات واورو او پر ټاکلي وخت یې حل کړو.
دغه راز په یادو غونډو کې د ولایتي ادارو مسؤولینو هم خبرې وکړې؛ د سترې محکمې له محترم رئیس او قاضي القضات څخه یې مننه وکړه چې د همغږۍ د تقویې په موخه یې د سترې محکمې پلاوی ولایتونو ته لېږلی دی.
د غونډو ټولو حاضرینو د همغږۍ دغه ډول ناستې ډېرې ګټورې وبللې او ټینګار یې وکړ چې د دې ناستو په نتیجه کې به کارونو چټک او د خلکو مشکلاتو ته به په ټاکلي وخت رسېدنه وشي.
د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم د سترې محکمې د جزا دېوان د عمومي رئیس په مشرۍ په کابل، بلخ او سرپل ولایتونو کې د همغږۍ ورته غونډې ترسره شوې وې او نورو ولایتونو کې به هم ترسره شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۱۹
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه ابتدائیه زون دوم شهر کابل جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج مولوی واحدالله (صدیقی) رئیس محکمه ابتدائیه زون دوم شهر کابل، با اشتراک منسوبین قضائی، اداری و خدماتی زون دوم، به تاریخ 7 /4 /1448هـ ق جلسه اداری دایر گردید.
جلسه با. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۸
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت هرات از محبس عمومی آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی علی ګل (حمیدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت هرات؛ به تاریخ 13 /4 /1448 هـ ق با حضورداشت قاری عبدالغفور آمر ارتباط محاکم ریاست تنظیم امور زندان‌ها از بخش توقیف، بخش اناثیه و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۶
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار، به تاریخ 10 /4 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه شهری و دیوان‌های آن محکمه بازدید نمود.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء کتب. . .

بازگشت به اخبار