د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د سمنګان او بلخ ولايتونو د مرافعه محاکمو لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمرين وټاکل

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۳:۵۰
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د سمنګان او بلخ ولايتونو د مرافعه محاکمو لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمرين وټاکل

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي) په مشرۍ د یاد رياست پلاوي د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د ربيع الاول مياشتې په ۲۶مه او ۲۷مه نېټه سمنګان او بلخ ولایتونو ته د سفر پر مهال د یادو ولایتونو مرافعه محاکمو لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمرين وټاکل.
د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي په دې موخه له څو علماء کرامو څخه آزموینه واخیسته او د دوی له ډلې يې يو ــ یو ممتاز کس د سمنګان او بلخ ولایتونو د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې د آمرینو په حیث وټاکه.
دغه راز یاد پلاوي د خپل سفر پر مهال د سمنګان او بلخ ولایتونو د مرافعه، ښاري ابتدائیه محاکمو له مسؤولینو او منسوبینو او دغه راز د نظامي قطعې له منسوبینو سره جلا، جلا اصلاحي غونډې وکړې.
په دې اصلاحي غونډو کې د ياد پلاوي لخوا ټولو ګډونوالو ته د تقوا، اخلاص، ور سپارل شوي مسؤوليتونه په ښه ډول سرته رسولو او د اسلامي امارت د بقا لپاره د خدمت اړوند مهمې او ارزښتناکې ويناوې وشوې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۵
Background image

گزارش مختصر از ریاست عمومی مالی و اداری ستره محکمه طی ربع سوم سال ۱۴۴۷ هـ ق

گزارش عمده فعالیت‌های ریاست عمومی مالی و اداری ستره محکمه در ربع سوم سال ۱۴۴۷ هـ ق به شرح ذیل است:

۱. در برخی موارد خاص، مبلغ (۹۶۲۳۲) افغانی عایدات جمع‌آوری و به خزانهٔ امارت اسلامی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۱:۲۸
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت پروان از زندان آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مولوی میرآقا (ذبیح الله خالد) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت پروان با معیتی مفتی عبدالولی (حلیم) رئیس دیوان جزای محکمۀ مرافعه و مولوی عبدالمقیت (مبارز) رئیس دیوان امنیت عامۀ مرافعه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۳:۵۱
Background image

با تلاش مسؤولین محکمۀ نظامی زون بلخ قضیه قتل حل و فصل گردید

با تلاش اعضای قضائی محکمه نظامی زون بلخ؛ با اشتراک علماء کرام، محاسن سفیدان محل، به تاريخ ۴/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق طی يک نشست قضیه قتل از باشندگان ولسوالی شولگره ولایت بلخ، حل و فصل گردید.
در. . .

بازگشت به اخبار