د پکتيکا ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۴:۵۵
د پکتيکا ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه

د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي)؛ د يوه ګډ پلاوي په ملتيا په ۲۵/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې ياد پلاوي د بندیانو سره له نږدې وکتل، د هغوی نظرونه یې واورېدل، د بندیانو د برخليک او دوسیو په اړه یې بشپړل معلومات ترلاسه کړل.
د ليدنې په دوام د یاد پلاوی له تحقیق وروسته معلومه شوه چې په محبس کې کوم بې برخليکه بندي نشته، د ټولو بندیانو دوسیې قطعي شوې او یا هم په محاکمو کې تر جریان لاندې دي.
دغه راز یاد پلاوي د بندیانو د استراحت له اطاقونو، د روژه ماتي د انتظام او ډوډۍ څخه لیدنه وکړه، چې په دې برخو کې هم کومه ستونزه نه وه.
د ليدنې په وروستيو کې یاد پلاوي د بندیانو په اړه د محبس له مسؤولینو سره خپل نظرونه شریک کړل او د بنديانو سره د مسؤولينو د ښه سلوک له امله یې ترې مننه وکړه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۲۷
Background image

جلسۀ رؤسای دواوین محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز دایر گردید

 تحت ریاست محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز؛ با اشتراک رؤسای دواوین محکمۀ مرافعه و آمر ثبت اسناد و وثایق، به تاریخ ۱۰ /۱۱ /۱۴۴۷ ه‍ـ ق پیرامون بررسی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۲۴
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت تخار از زندان آن ولایت بازدید کرد

محترم مولوی نورمحمد (نوری)، رئیس محکمۀ مرافعه ولایت تخار، به تاریخ ۱۲/۱۱/۱۴۴۷هـ ق از آمریت عمومی تنظیم امور زندان‌های آن ولایت بازدید نمود.
موصوف در جریان این بازدید، دربارهٔ زندانیان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۲۱
Background image

محاکم ولايت پنجشیر طی يک ماه علاوه بر رسيده گی به (۶۳) دوسیه، به تعداد (۶۶) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى و ابتدائیۀ ولسوالى‌های ولایت پنجشیر طی یک ماه (از ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) علاوه بر رسيده گی به (۶۳) دوسیه، به تعداد (۶۶) قطعه وثایق را. . .

بازگشت به اخبار