د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه
د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلامالله (عادل) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې، دارالافتاء او تحریراتو رئیسانو، د وثیقو او سندونو د لومړۍ او دویمې حوزې د حقوقو آمرينو او د اړوندو دېوانونو رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه شوه.
غونډه د مرافعه محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس مولوي عبدالسلام (مظهري) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې مرافعه محکمې رئيس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې رئيس د لاندې مهمو قضائي او اداري موضوعاتو په اړه خبرې او هدایتونه وړاندې کړل:
1ـ د تأیید شویو فیصلو او د فرمانونو اړوند اجراآت.
2ـ د سرپرست خط اړوند وضاحت او طرزالعمل.
3ـ د ځوان قشر لپاره د مجرد خط چمتووالی.
4ـ د مفتي او قضائي محرر د رخصتیو ترتیب د خپل مستقیم آمر له لارې تائید.
5ـ د غیر مسؤولو کسانو لخوا د څارنې او تجسوس منعه.
6ـ د قضائي دوسیو څخه د اسنادو د ضایع کېدو یا ورکېدو مخنیوی.
د مرافعه محکمې رئیس د یادو موضوعاتو په اړه واضح لارښوونې وکړې او په حللارو یې تفصیلي بحث وکړ.
د غونډې ګډونوالو هم په خپل وار سره خپل ګټور نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
غونډه د شیخ فدامحمد (ابوالمنصور) لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
