په پکتیکا ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو؛ په ۸/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاد کسان پر ۳ـ ۳ کاله تنفيذي بند او ۳۵ـ ۳۵ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمينو تطبيق شوه.
