د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۱۹۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۱۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۴:۳۸
د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۱۹۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۱۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۱۹۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۱۶) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۲۶) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۱۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۲) دوسیې فیصله شوې، (۹) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۴۱) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
په تېره يوه مياشت کې (۲) تجارتي دوسيې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳) دوسيو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسيه فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ميدان وردګ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۱۶) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۶
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت غزنی از محاکم ابتدائیۀ ولسوالی‌های خواجه عمری و رشیدان آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مفتی عزیزالله (حیدری) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت غزنی؛ با همراهی مولوی عبدالقدوس مفتی دیوان مدنی مرافعه، مولوی حمیدالله (حماد) عضو محرر محکمۀ اختصاصی و مدیر مالی محکمۀ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۵
Background image

گزارش مختصر از ریاست عمومی مالی و اداری ستره محکمه طی ربع سوم سال ۱۴۴۷ هـ ق

گزارش عمده فعالیت‌های ریاست عمومی مالی و اداری ستره محکمه در ربع سوم سال ۱۴۴۷ هـ ق به شرح ذیل است:

۱. در برخی موارد خاص، مبلغ (۹۶۲۳۲) افغانی عایدات جمع‌آوری و به خزانهٔ امارت اسلامی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۱:۲۸
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت پروان از زندان آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مولوی میرآقا (ذبیح الله خالد) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت پروان با معیتی مفتی عبدالولی (حلیم) رئیس دیوان جزای محکمۀ مرافعه و مولوی عبدالمقیت (مبارز) رئیس دیوان امنیت عامۀ مرافعه. . .

بازگشت به اخبار