د کابل ښار د څلورمې حوزې ابتدائیه محکمې رئیس د امنیتي حوزو له مسؤولينو سره د همغږۍ غونډه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۹:۴۲
د کابل ښار د څلورمې حوزې ابتدائیه محکمې رئیس د امنیتي حوزو له مسؤولينو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانيه میاشتې په ۳مه نېټه د کابل ښار د څلورمې حوزې ابتدائیه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالرحمن ( مطمئن ) د یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې امنیتي حوزې له ښاغلو آمرینو، د کشف او جنایي مدیرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته چې د څلورمې حوزې د ابتدائیه محکمې د دېوانونو رئیسانو او د دې محکمې د تحریراتو آمر هم په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې محترم مولوي مطمئن د عدالت تأمین ته د شریعت مطابق چې د عدلي او قضائي ارګانونو مسؤولیت دی اشاره وکړه زیاته یې کړه، لکه څرنګه چې الحمدلله د محاکمو او امنیتي حوزو ترمنځ ښه همغږي موجوده ده، نو باید کوښښ وکړو چې دا همغږي نوره  هم پیاوړې کړو، تر څو په ټاکلي وخت د جرایمو مخنیوی وکړو. 
د غونډې په دوام د امنیتي حوزو مسؤولینو خپل وړاندیزونه او د دندو پر مهال د ځینو ستونزو یادونه وکړه چې د محکمې د رئیس لخوا ورته د ستونزو د حل ژمنه ورکړل شوه.
ياده غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۱۱
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۹۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۵۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۹۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۹
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۴۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسيو ته پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۷
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۲۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۲۷) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

بیا په خبرونو کی