هلمند کې ۱۶ مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۱۱:۱۱
هلمند کې ۱۶ مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

نن پنجشنبه (۱۱ /۷ /۱۴۴۴ هـ ق) نېټه د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ۱۶ مجرمینو ته د فسق او فجور، نامشروع اړیکو، غلا او لواطت د جرمونو په وجه تعزیري سزا ورکړل شوه.

یادو مجرمینو ته د تعزیري سزا د تطبیق په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د محاکمو او نورو ولایتي ادارو پر مسؤولینو، علماء کرامو او قومي مخورو سربېره عامو خلکو هم ګډون کړی و.

باید وویل شي چې د دغو مجرمینو دوسیې د ګرشک ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې لخوا څېړل شوې وې او ټولو مجرمینو د محکمې په پرېکړه قناعت درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۲
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې لخوا د جزائي اصولنامې د تشرېح په موخه سيمینار جوړ شو

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) لخوا د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) له طرفه د توشېح شوې جزائي اصولنامې د تشرېح او لا ښه پوهاوي په موخه؛ په ۲۶/ ۷/. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې یو تن ته چې په زنا متهم و؛ په ۲۷ / ۷ /۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

د جزا دېوان یاد متهم په دوه کاله تنفیذي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د لغمان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي فیض الرحمن (نثار) په مشرۍ؛ چې مولوي عبدالحلیم (مظهري) او مولوي اختر محمد (مظهري) يې. . .

بیا په خبرونو کی