د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۴۷) وثیقې هم اجرا کړې دي
د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۴۷) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۳۴۱) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۴۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱۷) دوسیې فیصله شوې، (۲۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۲۷۵) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۱۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۷۸) دوسیې فیصله شوې، (۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د پکتيا ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۷) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
