د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د څلورو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۴:۸
د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د څلورو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي غلام حضرت (ابوالمنذر) د مرافعه محکمې د نظامي منسوبینو دېوان قاضي مولوي محمد صادق، د قضائي معاونیت غړي مولوي باریداد، د حفظ او مراقبت مدير ملا عبدالولي او حقوقو آمر مولوي الله داد په ملتیا له (١٤٤٦/٥/٨ هـ ق څخه تر ١٤٤٦/٥/١٤ هـ ق نېټې) پورې د ياد ولايت د څلورو (ښکته شاه ولي کوټ، لوړ شاه ولي کوټ، ميانشين او نېش) ولسواليو د ابتدائيه محاکمو له قضائي او اداري چارو ليدنه وکړه. 
یاد پلاوي د خپل سفر پر مهال د کښته شاه ولي کوټ، لوړ شاه ولي کوټ، ميانشين او نېش ولسواليو د ابتدائیه محاکمو او حقوقو مدیریتونو ترڅنګ د ارزګان ولايت نظامي محکمې له قضائي او اداري اجراآتو څارنه وکړه؛ ټولو قاضي صاحبانو ته یې يو لړ مهمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی