د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۲۲۰۸) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۲۸
د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۲۲۰۸) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوق آمریتونو په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۸/۱ هـ ق څخه تر ۲۹ /۸ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۲۰۸) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۵۳۹) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۳۵۹) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۵۵۰) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۳۸) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۵۹۲) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض پاڼې تر کار لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۶۶۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۹۳) دوسيې تطبيق شوې، (۹۰) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۱۳) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۴۷۳) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۵
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته چې پر لواطت متهم و؛ نن سه شنبې ۲۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر دوه کاله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۳
Background image

په ننګرهار ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت دره نور ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته له کوره د تښتولو په جرم او زنا په تور، په ۲۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کس پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۳۷
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس د عدلیې وزارت له پلاوي سره وکتل

 
د پکتيا ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مفتي عبيدالله (خالد)؛ د عدلیې وزارت له راغلي پلاوي سره، په ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس. . .

بیا په خبرونو کی