د لوګر ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۳۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۴۲
د لوګر ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۳۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق) نېټې پورې (۲۳۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
په یوه میاشت کې (۲۱۰) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۷) دوسیې فیصله شوې، (۲۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په یوه میاشت کې (۱۲۰) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲) دوسیې فیصله شوې، (۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثیقو برخه کې:
د لوګر ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۷۰) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو له رئیس محترم مولوي محمداکبر (فرید) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو رئیس محترم مولوي محمد اکبر (فرید) صاحب، تر ټولو مخکې در څخه مننه کوو، چې له ډېرو مصروفیتونو سره سره مو د اسلامي عدالت خپرونې لپاره موږ ته خپل قېمتي وخت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵۶
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض)، د دې محکمې د جزا دېوان مستشار محرر مولوي محمد صابر، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان مفتي مولوي محمد نعمان، د ښاري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

د بلخ ولايت د مرافعه محکمې رئيس د دغه ولایت د دوو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه‎

د بلخ ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج شيخ غلام‌الله (عادل) د دې محکمې د عامه امنیت دېوان رئيس مولوي عبدالسلام (مظهري) او مولوي محمد ویس (ویسا) په ملتيا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربيع. . .

بیا په خبرونو کی