د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه
د روزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض)، د دې محکمې د جزا دېوان مستشار محرر مولوي محمد صابر، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان مفتي مولوي محمد نعمان، د ښاري ابتدائیه محکمې عامه امنیت دېوان مستشار محرر مولوي عبدالقدیر، د ښاري ابتدائیه محکمې د مدني دېوان مفتي مولوي عبدالمالک (قادري) او اجرائیه مدیر محب الله (نظري) په ملتيا، په ۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د یاد ولایت له عمومي محبس څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې پلاوي، د ليدنې په پيل کې د عمومي محبس له مسئولینو سره وکتل؛ ورپسې يې د ټولو بندیانو احوال واخېست او له هر بندي سره یې جلا جلا لیدنه وکړه؛ د هغه بندیانو، چې فیصلې یې نه وې شوې، شهرتونه یې نوټ او د ټولو بندیانو ستونزی یې واورېدې.
دغه راز ياد پلاوي ټولو بندیانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې له اړوند محکمې سره شريکې او ژر تر ژره به ورته رسېدنه وشي.
