د زابل ولایت د ښاري ابتدائيه محکمې لخوا عريضه ليکوونکو ته يو ورځنی سیمينار جوړ شو

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۱:۹
د زابل ولایت د ښاري ابتدائيه محکمې لخوا عريضه ليکوونکو ته يو ورځنی سیمينار جوړ شو

د زابل ولایت د ښاري ابتدائيه محکمې محترم رئيس مولوي فضل الرحمن (فضلي) په مشرۍ د یاد ولایت د مرکز عريضه ليکوونکو ته په ۹ /۶ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه يو ورځنی سيمينار جوړ شو.
په دې سيمينار کې عريضه ليکوونکو ته د محاکمو د اصولو سره سم د عريضې ليکلو په اړه پوره لارښوونې وشوې، تر څو د عريضې د ليکلو په برخه کې يې شته ستونزې حل شي.
دغه راز ګډونوالو هم له یاد سیمينار څخه خوښي څرګنده کړه او وويل، چې په داسې سيمينارونو سره به زموږ د عريضې ليکلو برخه کې ټولې ستونزې حل شي او د سمې عريضې ليکلو له لارې به خپل ولس ته ښه خدمت وکړو.
یاد يو ورځنی سيمينار د دعاء په لوستلو پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی