د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۵۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۳:۲۶
د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۵۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه تر ۳۰/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۲۴۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۵۳) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۲۷) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۴۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۱) دوسیې فیصله شوې، (۵) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۴۳) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۶) دوسیې فیصله شوې، (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
 (۲) دوسيې فيصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ميدان وردګ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۵۳) بېلا، بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی