د بلخ ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۱۱۹۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۶۴) وثیقې هم اجرا کړې دي
د بلخ ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۵ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۵ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۱۹۵) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۱۶۴) وثیقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په یوه میاشت کې (۸۷۷) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۱۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۸۸) دوسیې فیصله شوې، (۱۲۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په یوه میاشت کې (۴۰۱) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۷۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۶۹) دوسیې فیصله شوې، (۲۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثیقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۱۱۶۴) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
