د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۱
د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام‌الله (عادل) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې، دارالافتاء او تحریراتو رئیسانو، د وثیقو او سندونو د لومړۍ او دویمې حوزې د حقوقو آمرينو او د اړوندو دېوانونو رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه شوه.
غونډه د مرافعه محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس مولوي عبدالسلام (مظهري) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې مرافعه محکمې رئيس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې رئيس د لاندې مهمو قضائي او اداري موضوعاتو په اړه خبرې او هدایتونه وړاندې کړل:
1ـ د تأیید شویو فیصلو او د فرمانونو اړوند اجراآت.  
2ـ د سرپرست خط اړوند وضاحت او طرزالعمل.  
3ـ د ځوان قشر لپاره د مجرد خط چمتووالی.
4ـ د مفتي او قضائي محرر د رخصتیو ترتیب د خپل مستقیم آمر له لارې تائید.
5ـ د غیر مسؤولو کسانو لخوا د څارنې او تجسوس منعه.  
6ـ د قضائي دوسیو څخه د اسنادو د ضایع کېدو یا ورکېدو مخنیوی.
د مرافعه محکمې رئیس د یادو موضوعاتو په اړه واضح لارښوونې وکړې او په حللارو یې تفصیلي بحث وکړ.
د غونډې ګډونوالو هم په خپل وار سره خپل ګټور نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
غونډه د شیخ فدامحمد (ابوالمنصور) لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۲:۱۰
Background image

د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۸ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۸ هـ ق په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړې دي:
۱ـ د حقوقي او قضائي مطالعاتو ریاست قضائي مدققینو د شاهدانو د تزکیې د طرز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۱:۵۳
Background image

د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۸هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

د
د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۸هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د مالیې وزارت د داخلي تفتیش له لوري د قضائي مفتشینو لپاره د مالي او حسابي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د کابل ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۴۴۰۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۷۲۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کابل ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د وثایقو آمریتونو او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو د ۱ /۵ /۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۳۰ /۵ /۱۴۴۸ هـ ق نېټې پورې (۴۴۰۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۷۲۴). . .

بیا په خبرونو کی