د کابل ولایت نظامي محکمې د استخباراتو څانګې د بلوک قوماندانۍ لپاره د نوي ټاکل شوي قوماندان د معرفت غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۱:۵۴
د کابل ولایت نظامي محکمې د استخباراتو څانګې د بلوک قوماندانۍ لپاره د نوي ټاکل شوي قوماندان د معرفت غونډه وشوه

د قضائيه قوې د محاکمو امنيتي او اجرائيوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند مرکزي زون کابل ولایت نظامي محکمې د استخباراتو څانګې بلوک قوماندانۍ لپاره نوی ټاکل شوی قوماندان قاري سید احمد (معتمد) په ۸/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه اړوند مسؤولینو او منسوبینو ته ور وپېژندل شو او رسماً یې خپله دنده پيل کړه.
په دې غونډه کې د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان حافظ حکمت الله آغا (ذهین)، د پېژند عمومي مدیر مولوي نور محمد (قتیبه)، د پلان او اپراسیون مرستیال محمد حنیف (بدري)، د قرارګاه ساتنې ټولي قوماندان محمد عیسی (قیام)، يو شمېر نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند د دعوت ارشاد عمومي مدیر مولوي عبدالباري (داعي) وینا وکړه وویل، دا موږ او تاسو ته معلومه ده چې په تشکیلاتي جوړښت کې تغیر او تبدیل راځي، خو له مؤمن سره نه ښايي چې له دغه تغیراتو سره خپل اساسي هدف تغیر کړي، زموږ او ستاسو اساسي هدف د الله تعالی رضا لاسته راوړل او خپل مظلوم ولس ته خدمت کول دي.
نوموړي زیاته کړه، دا خدمت باید د عبادت او ثواب په نیت ترسره کړو.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د افغان رود رنر لوژستیکي  شرکت سره چې د جواز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۲۱
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس کاپیسا او پنجشېر ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر د میاشتې په. . .

بیا په خبرونو کی