په ننګرهار ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۳۸
په ننګرهار ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت سپين‌زر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې په (قطاع الطريقۍ) متهم وو؛ نن يکشنبه (۲/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان پر دوه ـ دوه کاله او شپږوـ شپږو میاشتو تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمينو تطبيق شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د یادې ابتدائیه محکمې رئيس، قضائي غړو او اداري کارکوونکو، ولسوال، امنیه قوماندان، د استخباراتو مدیر، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو د اورېدو کارکوونکو او عام ولس ګډون درلود.
 غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د یادې ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سید محمود (الهاشمي) وینا وکړه وویل، الحمدلله په افغانستان کې اسلامي او شرعي نظام قائم دی او د ټولو افغانانو هیلې همدې نظام پورې تړلې دي، هر هغه څوک چې د شریعت خلاف کړنې ترسره کوي، هغوی ته به د شریعت مطابق سزا ورکول کېږي او د نظام بقاء د اسلامي احکامو په تطبیق کې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۳۱
Background image

د لوګر ولايت مرافعه محکمې پلاوي د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولايت مرافعه محکمي رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په هدايت يو پلاوي د جزا دېوان رئیس مولوي فضل الرحیم (عابد) په مشرۍ؛ په ۲۱/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۲۸
Background image

د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۲۲۰۸) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوق آمریتونو په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۸/۱ هـ ق څخه تر ۲۹ /۸ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۲۰۸) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۱۸
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د عدليې وزارت له پلاوي سره وکتل

د لغمان ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز فیروزکوهي)؛ د عدلیې وزارت له راغلي پلاوي چې مشري یې د حقوقي مساعدینو رئیس مفتي ضیاء الحق (ثاقب) کوله، په ۲۰/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی